له ننګرهار ولايت نه په ګوشتي ولسوالۍ کې د دښمن په پوستو د وسلوالو بريدونو خبر ورکړل شو.
مجاهدينو تېره شپه ماخستن 8 نيمي بجې د ورسک په سيمه کې د اربکيانو په پوسته بريد وکړ او په عيني وخت کې سيمي ته د مرستي له پاره په راغلو رېنجرموټرانو هم بريد ترسره شو.
په بريد کې 1 موټر تخريب شو او په دې سربېره 4 عسکر ووژل شول.
دغه راز نن ماښام 6 بجې په خويزو سيمه کې د اربکيانو په پوسته بريد وشو چې د خبر له قراره په مهال يې 2 اربکيان ووژل شول او 5 نور ژوبل شول.
2014-02-23
افغانستان